Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 1:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو شاهى فرمان جارى کړه چې وشتى دې بيا هيڅکله د بادشاه په مخکښې نۀ حاضريږى. دا حُکم وکړه چې دا د فارس او مادى په قانون کښې وليکلے شى، نو داسې به هيڅوک هم دا نۀ شى بدلولے. بيا د هغې د مَلِکه عهده د هغې نه زياتې حقدارې ښځې له ورکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 1:19
10 Iomraidhean Croise  

کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.


نن چې د فارس او مادى د شاهى آفسرانو ښځې د مَلِکه د دې کار نه خبر شى نو هغوئ به هم د خپلو خاوندانو سره هم دغه شان د بې‌عزتۍ سلوک کوى او داسې به دا معامله ډېره خرابه شى.


د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو دا خبره خوښه شوه او مموکان چې کومه مشوره ورکړې وه نو بادشاه هم هغه شان وکړل.


وروستو، کله چې د بادشاه غصه سړه شوې وه، نو هغۀ بيا هم د وشتى د عمل او د هغې خِلاف د فرمان په حقله سوچ کولو.


بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يو فرمان جارى کړه چې هغوئ دې ووژلے شى. کۀ تا داسې وکړل، نو زۀ به د بادشاهۍ د اِنتظام دپاره د درې لاکه او څلوېښتو زرو کېلو نه زيات سپين زر په شاهى خزانه کښې کېږدم.“


”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى او کۀ تا سره زما فکر وى او دا تا ته ښۀ ښکارى، نو مِهربانى وکړه چې دا فرمان جارى کړه چې د همان په حُکم باندې دې عمل نۀ کيږى، دا هغه حُکم وو چې د اجاج قبيلې د همداتا زوئ همان د ټولو يهوديانو د وژلو دپاره ورکړے وو.


خو د بادشاه په نوم چې کوم فرمان جارى شوے وى او په هغې باندې شاهى مهر لګولے شوے وى نو هغه نۀ واپس کيږى. خو يهوديانو ته هغه څۀ ليکلے شئ څۀ چې ستاسو زړۀ غواړى، او دا زما په نوم ليکلے شئ او شاهى مهر ورباندې ولګولے شئ.“


يو ګټ راوړلے شو او د غار په خولۀ کېښودے شو، او بادشاه پرې خپل مهر او د خپلو حاکمانو مهرونه يې پرې ولګول، د دې دپاره چې څوک دانيال بچ نۀ کړى.


سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan