17 د بادشاهۍ هره يوه ښځه چې خبر شى چې مَلِکه څۀ کړى دى نو هغه به خپل خاوند ته سپک کتل شروع کړى. هغوئ به وائى چې اخسويرس بادشاه مَلِکه وشتى له حُکم ورکړو چې راشه، خو هغې اِنکار وکړو.
کله چې د لوظ صندوق ښار ته راروان وو، نو د ساؤل لور ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په وړاندې ګډيږى او ټوپونه وهى، نو هغې ته هغه سپک ښکاره شو.
د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو.
نو مموکان بادشاه او د هغۀ آفسرانو ته ووئيل، ”مَلِکه وشتى نۀ صِرف د بادشاه بېعزتى کړې ده بلکې هغې د آفسرانو او د ټول قوم بېعزتى يې کړې ده.
نن چې د فارس او مادى د شاهى آفسرانو ښځې د مَلِکه د دې کار نه خبر شى نو هغوئ به هم د خپلو خاوندانو سره هم دغه شان د بېعزتۍ سلوک کوى او داسې به دا معامله ډېره خرابه شى.
بهرحال تاسو هر يو دې هم د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مينه کوى، او ښځه دې هم د خپل خاوند عزت کوى.