Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 1:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو دا د بادشاهانو رِواج وو چې د قانون او حُکمونو د سوالونو په حقله يې د ماهِرانو رايې معلوموله، نو هغۀ خپل هغه مشيران راوغوښتل، چې هغوئ ته به پته وه چې څۀ کول په کار دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 1:13
11 Iomraidhean Croise  

خو کله چې خِدمتګارانو مَلِکه وشتى ته د بادشاه د حُکم په حقله ووئيل، نو هغې د راتلو نه اِنکار وکړو. نو په دې باندې بادشاه د غصې نه تک سور شو.


اے د قومونو بادشاه، څوک به ستا نه نۀ يريږى؟ تۀ د ثناء او صِفت لائق يې. د دُنيا په ټولو هوښيارو خلقو او بادشاهتونو کښې بل څوک ستا په شان نشته.


بادشاه چې کله دا واورېدل نو په دې هغه ډېر زيات په قهر شو او حکم يې وکړو چې د بابل ټول هوښياران او پوهان دې قتل کړے شى.


نو بيا بادشاه جادوګر، فالګر، کوډګر او نجوميان راوغوښتل چې هغۀ ته ووائى چې هغۀ څۀ خوب ليدلے دے. هر کله چې هغوئ راغلل او د بادشاه په وړاندې ودرېدل،


دانيال جواب ورکړو، ”د کوم راز چې بادشاه تپوس کوى هغه هيڅ يو هوښيار، فالګر، جادوګر، او نجومى نۀ شى کولے چې هغه راز بيان کړى،


نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“


او د سحر په وخت وايئ چې نن به سيلۍ راشى ځکه چې آسمان سور او دوند دے. تاسو د آسمان د مخ تعبير کولے شئ خو د زمانو په نښو نۀ پوهېږئ.


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan