11 بادشاه هغوئ ته حُکم وکړو چې مَلِکه وشتى دننه راولئ چې شاهى تاج يې په سر وى. مَلِکه يوه ښائسته ښځه وه او بادشاه غوښتل چې د هغې حُسن آفسرانو او خپلو ټولو مېلمنو ته وښائى.
په بنى اِسرائيلو کښې په ښائست کښې د ابىسلوم په شان مشهور هيڅ څوک هم نۀ وو، د سر نه تر پښو پورې په هغۀ کښې هيڅ عېب هم نۀ وو.
خو کله چې خِدمتګارانو مَلِکه وشتى ته د بادشاه د حُکم په حقله ووئيل، نو هغې د راتلو نه اِنکار وکړو. نو په دې باندې بادشاه د غصې نه تک سور شو.
اِستَر د بادشاه د نورو ټولو پېغلو نه زياته خوښه شوه، نو ځکه يې هغې له زړۀ او مينه ورکړه. هغۀ شاهى تاج ور په سر کړو او د وشتى په ځائ يې مَلِکه جوړه کړه.
انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى.
نازونه اداګانې دوکه ده او حُسن فانى دے، خو کومه ښځه چې د مالِک خُدائ نه يريږى نو هغه د صِفت قابله ده.