افسیسیان 6:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 اے مالِکانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره داسې سلوک کوئ. هغوئ له دهمکى مۀ ورکوئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو دواړو په آسمان کښې مالِک يو دے او هغه د چا طرفدارے هم نۀ کوى. Faic an caibideil |
اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“