ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“
داؤد بادشاه خپل زوئ سليمان ته وفرمائيل، ”تکړه شه او اراده مضبوطه کړه. کار شروع کړه او چې ونۀ يرېږې او نه بېحوصلې شې. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به ستا مل وى. هغه به تا نۀ پرېږدى، خو هغه به تر هغې پورې تا سره وى چې د هغۀ يعنې د مالِک خُدائ د کور کار ختم شوے نۀ وى.