په هغه هر څۀ باندې په وفادارۍ سره عمل کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به د همېشه دپاره هر کار سم وى، ځکه چې تاسو به هغه کار کوئ چې کوم صحيح وى او په کوم باندې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوشحاليږى.
د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“
د مالِک خُدائ په نظر کښې چې څۀ صحيح او ښۀ وى نو هم هغه کوئ، نو ستاسو هر يو کار به سم وى. تاسو به هغه آبادې زمکې ته ورننه وځئ او ستاسو به شى چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ سره د هغې وعده کړې ده،
اے بنى اِسرائيلو، غوږ شئ. او په دې حُکمونو باندې عمل کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى او په هغه مُلک کښې به مو ډېر اولاد پېدا شى چې زرخيزه او آباد دے، لکه څنګه چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک، تاسو سره وعده کړې ده.