20 د کوم دپاره چې زۀ په زنځيرونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چې زۀ په داسې زړۀ ورتيا سره دا پېغام ورکړم څنګه چې په ما فرض دے.
يو بدعمله پېغام وړونکے په مصيبت کښې راګېريږى، خو اعتمادى پېغام وړونکے د شفا باعث جوړيږى.
خو اوس تکړه خلق په لارو کوڅو کښې ژړاګانې کوى. کومو سفيرانو چې د امن راوستلو کوشش کولو نو اوس هغوئ په چغو چغو ژاړى.
”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ.
نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.
د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته پس د هغې نه ورکړے شو کله چې د فوج کمانډر نبوزردان هغه په راما کښې آزاد کړو. نو هغۀ يرمياه هم د يروشلم او يهوداه په هغه کسانو کښې په زنځيرونو تړلے وموندلو څوک چې بابل ته جلاوطن کېدلو.
کمان آفسر راوړاندې شو، هغه يې ګرفتار کړو او حُکم يې ورکړو چې، ”دوه زولنۍ ورته واچوئ.“ بيا هغۀ تپوس وکړو چې، ”دا څوک دے او دۀ څۀ کړى دى؟“
پولوس جواب ورکړو چې، ”زر يا وروستو، زۀ د خُدايه دا دُعا کوم چې نۀ يواځې تۀ بلکې هغوئ ټول چې نن زما خبرې اورى، هغوئ دې بغېر د زولنو نه زما په شان شى.“
دغه وجه ده چې ما دا غوښتل چې تاسو ووينم او خبرې درسره وکړم چې زۀ د هغه چا په خاطر په زنځيرونو کښې تړلے شوے يم چې بنى اِسرائيل د هغۀ په طمع دى.“
او هغۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کولو او د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله يې په زړۀ ورتيا او بغېر د څۀ پابندۍ تعليم ورکولو.
خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.
نو زمونږ اُميد هم دا دے او په دې وجه په زړۀ ورتيا سره د زيرى اورولو خِدمت کوُو،
نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ.
هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېريهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم.
نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.
او زما دپاره هم دُعا کوئ چې کله زۀ خبرې کوم چې ما له داسې کلام راکړے شى چې زۀ پرې په زړۀ ورتيا سره د زيرى رازونه څرګند کړم
ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.
ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ.
او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم،
دُعا کوئ چې زۀ د هغه کلام داسې وضاحت وکړم څنګه چې ما له کول په کار دى.
خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بېعزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ ورتيا وموندله چې تاسو ته مو د ډېرو مخالفتونو باوجود د خُدائ پاک زيرے درورسولو.
مالِک دې د اُنيسفرس په خاندان رحم وکړى ځکه چې زۀ اکثر هغوئ په هر لحاظ تازه کړے يم، او زما د زولنو نه ونۀ شرمېدو،
د کوم دپاره چې ما سختۍ وزغملې تر دې چې د مجرم په شان په زنځير وتړلے شوم، خو د خُدائ پاک کلام په زنځير تړلے کېدے نۀ شى.
زۀ تا ته د خپل زوئ اونيسيموس دپاره مِنت کوم، د چا چې زۀ د قېد په دوران کښې روحانى پلار جوړ شوم.
خو زۀ تا ته د مينې په بنياد مِنت کوم او زۀ پولوس دا د يو بوډا سړى په طور او هم د عيسىٰ مسيح د يو قېدى په حيثيت کوم.
په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو.
زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.