Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




افسیسیان 6:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”د خپل مور او پلار عزت کوئ.“ ځکه چې دا اولنے حُکم دے چې په کښې دا وعده شوې ده چې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




افسیسیان 6:2
13 Iomraidhean Croise  

د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.


کۀ يو انسان چرې په خپل مور پلار لعنت کوى، د هغۀ د ژوند چراغ به په توره تيارۀ کښې ختم شى.


نو يرمياه د ريکاب خاندان ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو خو د خپل پلار نيکۀ يوندب حکم ومنلو او د هغۀ د ټولو هداياتو مو تابعدارى وکړه او په هر هغه څۀ باندې مو عمل وکړو چې هغۀ درته وئيلى وُو.


او تاسو کورونه مۀ جوړَوئ، او تخم مۀ کَرئ، او مۀ د انګورو باغونه کَرئ او تاسو چې هيڅکله دا کارونه ونۀ کړئ، او ضرورى ده چې په خپلو خېمو کښې اوسېږئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه تر ډېره وخته پورې ژوندى پاتې شئ چرته چې تاسو د مسافرو په شان ژوند کوئ.


په تا کښې هغوئ د خپل پلار او مور سپکاوے وکړو، په تا کښې هغوئ په مسافرو ظلم وکړو او په کونډو او يتيمانو يې زور زبردستى وکړه.


مالِک خُدائ ربُ الافواج اِمامانو ته فرمائى چې، ”يو زوئ د خپل پلار عزت کوى، او نوکر د خپل مالِک. کۀ چرې زۀ پلار يم، نو زما هغه عزت چرته دے؟ کۀ چرې زۀ مالِک يم، نو زما هغه احترام چرته دے؟ اے اِمامانو، خو دا تاسو يئ چې زما د نوم سپکاوے کوئ. خو تاسو تپوس کوئ چې، مونږ څنګه ستا د نوم سپکاوے کړے دے؟


د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.


”تۀ به خوشحاله او دُنيا کښې به دې عمر ډېر وى.“


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل مور پلار بې‌عزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


د خپل مور او پلار عزت کوئ، لکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکوم، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې درکوم.


کۀ د کونډې بچى يا نمسى وى نو هغوئ دې د ټولو نه اول د خپل خاندان ذمه وارى وپېژنى کومه چې د هغوئ مذهبى فريضه هم ده، او هغوئ دې داسې د خپل مور پلار او نيکونو حق ادا کړى ځکه چې داسې کول د خُدائ پاک خوښ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan