14 نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ.
کله چې موآبيان خبر شول چې هغه درې بادشاهان په هغوئ باندې د حملې دپاره راغلى دى، نو هغه ټول بوډاګان او ځوانان سړى راوغوښتے شول چا چې جنګ کولے شو او هغوئ د حد په پوله باندې د جنګ دپاره ودرولے شول.
ما د صداقت هر يو کار کولو، اِنصاف او صداقت د يوې چُوغې او د پټکى په شان وو.
صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى.
هغۀ صداقت د زغرې په شان واغوستو او د خلاصون ټوپۍ يې په سر کړه. د بدل جامې يې واغوستې او د غېرت څادر يې ځان نه تاو کړو.
د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ.
شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.
مونږ په وفادارۍ سره حقيقت بيانوو او د خُدائ پاک قدرت راسره دے. مونږ په خپل ښى لاس او ګس لاس کښې د صداقت وسلې نيولى دى.
ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى.
په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ، نو چې تاسو د دې جوګه شئ چې په هغه بده ورځ د مقابلې دپاره ودرېږئ او ټول کارونه پوره کړئ او بيا هم قائم پاتې شئ.
خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو، او د ايمان او د مينې زغره واغوندو او د خلاصون د اُميد ټوپۍ په سر کړُو.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.
او دغسې ما هغه آسونه او د هغوئ سوارۀ په خپله رويا کښې وليدل، هغوئ د اور په شان ځلېدونکى سرې، آسمانى رنګې او د ګوګړو په شان زېړې زغرې اغوستې وې. او د آسونو سرونه يې د زمرو د سرونو په شان وُو او د هغوئ خولې نه اور، لوګے او ګوګړ راوتل.
د هغوئ زغرې لکه د اوسپنو د زغرو په شان وې او د هغوئ د وزرونو آوازونه لکه د ډېرو جنګى ګاډو د آسونو په شان وُو کوم چې حمله کوونکى وى.