33 بهرحال تاسو هر يو دې هم د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مينه کوى، او ښځه دې هم د خپل خاوند عزت کوى.
بتسبع ورته ټيټه شوه، پړمخې پرېوتله او وې وئيل، ”بادشاه سلامت دې تل تر تله ژوندے وى.“
کله چې ستا د دې فرمان پته په دې لويه بادشاهۍ کښې ولګى، نو هره ښځه به د خپل خاوند ښۀ عزت کوى، کۀ هغه مالداره وى او کۀ غريب وى.“
ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى، ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.
اے ښځو، د خپلو خاوندانو داسې تابعدارى کوئ لکه څنګه چې تاسو د مالِک تابعدارى کوئ.
اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ، لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے
دا يو لوئ راز دے خو زۀ يې د مسيح او جماعت په حقله وايم.
اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ او د هغوئ سره ترخيږئ مه.
د دې نه علاوه زمونږ انسانى پلاران څوک چې مونږ تنبيه کوى نو په دې وجه مونږ د هغوئ عزت کوُو. نو مونږ به د دې نه څومره زياته د هغه چا تابعدارى کوُو څوک چې زمونږ روحانى پلار دے او مونږ له ژوند راکوى؟