Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




افسیسیان 5:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 ځکه چې هر خاوند د خپلې ښځې سر دے لکه څنګه چې مسيح د خپل جماعت سر دے د کوم چې هغه بچ کوونکے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




افسیسیان 5:23
11 Iomraidhean Croise  

د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.


ستاسو په خيال چې خوراک د خېټې دپاره دے او خېټه د خوراک دپاره ده خو زۀ وايم چې خُدائ پاک به هغه دواړه ختم کړى. بدن د حرامکارۍ دپاره نۀ دے جوړ شوے بلکې د مالِک د خِدمت دپاره جوړ شوے دے او مالِک د بدن ساتونکے دے.


نو د دې په ځائ مونږ ته په مينه کښې حقيقت وئيل په کار دى، او په مسيح کښې به وده وکړُو، څوک چې زمونږ سر دے.


نو لکه څنګه چې جماعت د مسيح تابع دے دغه شان دې ښځې هم په هره خبره کښې د خپلو خاوندانو تابع وى.


او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے، هغه ازل دے، او د مړو نه اول ژوندے شوے دے د دې دپاره چې په هر څۀ کښې د هغۀ درجه اول وى.


او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.


راځئ چې خوشحاله شُو او د خوشحالۍ نه چغې کړُو او د هغۀ لوئى بيان کړُو ځکه چې د ګډورى د وادۀ ورځ راغلې ده او د هغۀ ناوې ځان سمبال کړے دے،


او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan