19 په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ.
په شُکر ګزارۍ سره د مالِک خُدائ حمد و ثناء ووايئ، او زمونږ خُدائ پاک ته په رباب سره ساز وغږوئ.
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
اے مالِکه، زما پاکه خُدايه، په خپل ټول زړۀ سره به ستا ثناء ادا کړم، زۀ به ستا نوم له د تل دپاره جلال ورکړم.
راځئ چې په شُکر ګزارۍ سره د هغۀ حضور ته راشو، او د هغۀ د حمدوثناء سندرې ووايو.
زما خادِمان به د خوشحالۍ سندرې وائى، خو تاسو به په مايوسۍ او غمژن زړۀ سره ژړا کوئ.
دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى.
د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.
خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو،
نو بيا زۀ څۀ وکړم؟ زۀ به په روح کښې دُعا کوم خو ورسره به په عقل کښې هم دُعا کوم، زۀ به په روح کښې حمد و ثنا کوم خو زۀ به په عقل سره هم حمد و ثنا کوم.
نو اے وروڼو او خوېندو، لنډه دا، هر کله چې تاسو عبادت له راجمع کېږئ نو په تاسو کښې دې څوک حمد، يا تعليم، يا کشف يا په نورو ژبو خبرې او يا د نورو ژبو تشريح په ترتيب سره کوئ او دا هر يو کار د جماعت د ترقۍ دپاره کوئ.
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.