7 خو مونږ هر يو ته د مسيح د سخاوت په مطابق نعمتونه راکړے شوى دى.
يو له يې د ساتلو دپاره د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې، دوېم له يې دوه او درېم له يې يوه، هر يو له يې د خپل قابليت په مطابق ورکړې، بيا هغه د مُلک نه روان شو.
ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بېاندازې ورکوى.
د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.
مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.
ضرور به تاسو د خُدائ پاک د هغه فضل د ذمه وارۍ په حقله کوم چې ستاسو دپاره ما ته راکړے شوے دے اورېدلې وى.
اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم،
خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.
تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ.