29 خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.
په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.
په خولۀ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دى. او په ژبه دروغ وائى او مرۍ يې کولاو قبر دے.
ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده، او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.
زما ژبه به ستا صداقت ټوله ورځ بيانوى، ځکه چا چې غوښتل چې ما ته نقصان ورسوى هغوئ به په شرم او په بېعزتۍ اخته وى.
بد کاره سړے په خپلو خبرو کښې راګېر شى، خو صادق انسان د مصيبت نه بچ کيږى.
انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.
د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بېعقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى.
څوک چې هوښيار وى هغه تميزدار ګڼلے شى، نرمې خبرې په هدايت کولو کښې ښۀ اثر کوى.
د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى.
خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.
هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“
کله چې هغه دوو مريدانو د هغۀ دا خبره واورېدله نو عيسىٰ پسې روان شول.
نو بيا دې مونږ پوره کوشش کوُو چې صُلح او سلامتى راولو او د يو بل د روحانى تعمير او ترقۍ باعث شو.
مونږ کښې دې هر يو خپل ګاونډى خوشحاله ساتى د دې مقصد دپاره چې د هغۀ ايمان مضبوط شى.
خو په جماعت کښې هغه پينځۀ مقصدى خبرې د دې نه بهترې ګڼم چې نورو ته ترې فائده ورسى، د هغه لس زره خبرو نه چې په نورو ژبو کښې يې وکړم.
د هغوئ ذمه وارى دا ده چې مقدسين د خِدمت دپاره تيار کړى او د مسيح بدن له وده ورکړى،
هغه په خپله ټول بدن په کاملې طريقې سره يو ځائ کوى، چې دغه شان هره حِصه خپل خاص کار سر ته رسوى، او د بدن د نورو حِصو سره په ترقۍ کولو کښې مدد کوى، د دې دپاره چې ټول بدن صحتمند او پوره په مينې سره وده وکړى.
ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.
نو په دې وجه تاسو يو بل له ډاډ ورکوئ او يو بل جوړوئ، څنګه چې په حقيقت کښې تاسو هم دغه شان کوئ.
په غېريهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.
اے ښځو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ، نو کۀ چرې په هغوئ کښې ځينې د خُدائ پاک کلام نۀ منى نو چې بيا هم هغوئ ستاسو چال چلن ته وګورى نو ستاسو د خبرو نه بغېر به خُدائ پاک ته راواوړى
ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.