28 پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى.
يا، ”ما چې کومه بدعملى کړې وى نو هغه ما ته وښايه، کۀ ما غلطى کړې وى، نو فوراً به يې پرېږدم“؟
غلا مۀ کوئ.
د خپل ګاونډى د کور خواهش مۀ کوئ، د هغۀ د ښځې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، خرونو او د هغه يو شى لالچ هم مۀ کوئ کوم چې ستاسو د ګاونډى وى.“
کۀ څوک يو کس اغوا کړى او بيا يې خرڅ کړى يا يې د ځان سره وساتى، نو هغه اغواکار به خامخا وژلے شى.
حرام مال دولت به زر ختم شى، خو هغه څوک چې په ورو ورو مال جمع کوى هغوئ به دا اضافه کړى.
ټول سخت کارونه فائده ورکوى، خو د تشو خبرو په وجه غربت راځى.
ټوله ورځ دے د نورو خواهش کوى، خو نېکان تل په سخاوت کښې لګيا وى.
هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.
هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بېعزتى وکړم.
هغه خپل لاسونه د غريبانانو مدد دپاره غزوى او حاجتمندو ته خپل لاسونه ورسوى.
تاسو غلا، قتل او زنا کوئ او د دروغو قسمونه خورئ، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کوئ، او د هغه غېرو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو د مخکښې نه نۀ دى پېژندلى.
ښېرې، دروغ، قتلونه، غلاګانې او زناګانې عام شوې دى، او د قتلونو يوه سلسله روانه وى.
او هغې ما ته وفرمائيل، ”دا هغه لعنت دے چې په ټوله دُنيا کښې به راشى، ځکه څۀ چې د دۀ په يو اړخ کښې ليکلے شوى دى د هغې په مطابق، هر يو غل به وشړلے شى، او څۀ چې د دې په بل اړخ ليکلے شوى دى د هغې په مطابق، هر څوک چې د دروغو قسمونه خورى هغوئ به لرې کړے شى.
خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“
نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
هغۀ دا خبره په دې ونۀ کړه چې ګنې هغه د خوارانو غمخور وو، خو ځکه چې هغه په خپله غل وو. هغۀ به د هغه پېسو نه هم پټولې کومې به چې د چندې په تيلۍ کښې جمع کېدې او د هغۀ په اختيار کښې به وې.
ځينو دا ګُمان وکړو چې يهوداه سره تيلۍ ده، نو عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل چې اختر له چې څۀ په کار دى هغه واخله يا دا چې غريبانانو له څۀ ورکړه.
د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.
او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو،
ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.
د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو.
ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.
هغوئ دې نېکى کوى او په ښو کارونو کښې دې مالداره شى، او سخاوت دې کوى او مدد کولو ته دې تيار اوسى.
زمونږ خلق دې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړى، د دې دپاره چې د ضرورتمندو خلقو حاجتونه سمدستى پوره شى نو چې ژوند بېفائدې نۀ شى.
دا قابل اعتماد خبره ده او زۀ غواړم چې تۀ د دې خبرو تاکيد وکړې چې څوک په خُدائ پاک ايمان راوړى هغوئ دې خپل ځانونه په احتياط سره نېکو کارونو ته وقف کړى. دا خبره بهتره ده او د ټولو خلقو دپاره ګټوره ده.