Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




افسیسیان 4:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




افسیسیان 4:26
22 Iomraidhean Croise  

تۀ قهر او غصه مۀ کوه او مۀ خفه کېږه، دا به صرف تا د نقصان په طرف پرېږدى.


د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ، چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.


موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.


صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى.


د انسان حِکمت د هغۀ غصه قابو کوى، او د بل بد ځان ته نۀ ودرول هغۀ ته عزت ورکوى.


لکه څنګه چې د شمال هوا باران راولى، نو دغه شان پشى شا خبرې کول د خلقو مخ د غصې نه تک سور کړى.


خپله غصه په قابو کښې ساته، ځکه چې د کم عقل دماغ د غصې کور وى.


”هارون به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى د کوم چې ما بنى اِسرائيلو له د ورکولو وعده کړې ده، هغه به مړ شى، ځکه چې په مريبه کښې تاسو زما د حُکم نه بغاوت کړے وو.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.


خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.


د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.


هره ورځ د نمرپرېواتو نه مخکښې هغوئ له خپلې دياړۍ ورکوئ، هغوئ غريبانان دى او پېسو ته يې ضرورت دے. کۀ تاسو هغوئ له پېسې ورنۀ کړئ، نو هغوئ به ستاسو خِلاف مالِک خُدائ ته فرياد وکړى او دا به ستاسو په ګناه کښې حِساب شى.


اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.


ځکه چې د انسان غصه د خُدائ پاک د صداقت کار نۀ شى کاملولے.


نو يونتن په غصه کښې د دسترخوان نه پاڅېدو او په هغه ورځ يې هيڅ هم ونۀ خوړل چې د نوې مياشتې د اختر دوېمه ورځ وه. هغه ډېر زيات خفه وو ځکه چې د هغۀ پلار ساؤل د داؤد بې‌عزتى کړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan