Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




افسیسیان 4:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




افسیسیان 4:25
42 Iomraidhean Croise  

نو د بيت‌ايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.


ما د دروغژنو لارو نه وساته، او د خپل شريعت په ښودلو کښې دې په ما مهربانى وکړه.


هغه څوک چې وى بې‌عېبه او ښۀ کارونه کوى، او د زړۀ د اخلاص نه رښتيا خبرې کوى.


تاسو بدۍ سره د نېکۍ نه زياته مينه کوئ، تاسو د ټګۍ سره د رښتيا نه زياته مينه کوئ.


د دروغو اِلزام مۀ لګوئ او يو صادق او بې‌ګناه سړے مۀ وژنئ، ځکه چې څوک داسې بد عمل وکړى نو زۀ به هغه نۀ پرېږدم.


رښتينے ګواه په صداقت سره ګواهى کوى، خو دروغژن ګواه دروغ وائى.


رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.


مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى.


کوم مال دولت چې په دروغژنه ژبه وګټلے شى نو دا د ختمېدونکى دوند او وژونکى دام په شان دے.


د ثبوت نه بغېر دې د خپل ګاونډى خِلاف ګواهى مۀ ورکوه، او د هغۀ په حقله د دروغو خبرې مۀ کوه.


مغروره سترګې، دروغژنه ژبه، هغه لاسونه چې بې‌ګناه وينه تويوى،


زما خولۀ هغه څۀ وائى څۀ چې رښتيا وى، ځکه چې زما شونډې د دروغو نه نفرت کوى.


هغۀ وفرمائيل، ”دوئ زما خپل خلق دى، يقيناً چې هغوئ به ما سره دوکه نۀ کوى.“ او هغه د هغوئ خلاصونکے جوړ شو.


مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.


ښېرې، دروغ، قتلونه، غلاګانې او زناګانې عام شوې دى، او د قتلونو يوه سلسله روانه وى.


غلا مۀ کوئ، دروغ مۀ وايئ او يو بل مۀ دوکه کوئ.


دا هغه کارونه دى چې تاسو به يې کوئ، يو بل ته رښتيا خبره کوئ. او په خپل عدالت کښې د اِنصاف نه کار اخلئ، نو دا به امن راولى.


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“


خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.


نو مونږ چې ډېر يُو خو په عيسىٰ مسيح کښې يو بدن يُو، او د يو بل سره تړلى يُو.


کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر يُو خو په شريکه د يوې روټۍ نه خورو او په دې دا څرګنده وُو چې مونږ يو بدن يُو.


ځکه کۀ ما د هغۀ په وړاندې ستاسو په باب کښې څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکې څنګه چې مونږ تاسو ته ټولې خبرې په رښتيا وکړې نو هم هغه شان هغه فخر چې مونږ د تيطوس په وړاندې وکړو، هغه هم رښتيا ثابت شو.


نو د دې په ځائ مونږ ته په مينه کښې حقيقت وئيل په کار دى، او په مسيح کښې به وده وکړُو، څوک چې زمونږ سر دے.


نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې.


د خپل ځان نه هر قِسم تريخوالے، قهر، غضب، کنځلې، غېبت، بد خواهش اخوا کړئ.


ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو.


خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ.


يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو،


د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.


دا به د هغه دروغژنو خلقو د رياکارۍ په سبب وى، د چا ضمير چې مړ شوے وى.


د هغوئ پېغمبر په خپله داسې وائى چې، ”کريتيان همېشه دروغژن، وحشيان، ګېډه ور او ناراسته دى.“


دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.


نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.


نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.


نو ځکه بيا هر قِسم بدى، فريب، رياکارى، کينه او هر قِسم بده وينا پرېږدئ.


خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“


خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ ما په داسې رسو باندې وتړى چې هيڅکله هم استعمال شوې نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan