2 په پوره عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مينې سره يو بل زغمئ.
کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے، خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى، خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.
په خپله دبدبه او جلال کښې راشه د کاميابۍ دپاره، چې د حقيقت، عاجزۍ او اِنصاف شې طرفداره ستا ښے لاس دې تا ته يروونکى او عجيبه کارونه کړى در زده
د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى.
هغه د مغروره مسخره کوونکو پورې مسخرې کوى، خو په عاجز خويه باندې خپل فضل کوى.
د څۀ سر ته رسول د هغې د شروع نه ښۀ وى، او د غرور کولو نه صبر کول ښۀ دى.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.
ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.
موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“
ما پوره په عاجزۍ او ژړا سره د مالِک خِدمت وکړو او د يهوديانو سازشونه او آزمېښتونه چې په ما راغلل هغه مې وزغمل.
غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.
مينه ټول څيزونه برداشت کوى، په ټولو څيزونو يقين کوى، د ټولو څيزونو اُميد ساتى او هر څۀ زغمى.
تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.
ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بېداغه شُو.
او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ.
خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه.
او هغوئ دې مخالفت کوونکى په نرمۍ سره سم کړى ځکه چې کېدے شى چې خُدائ پاک هغوئ ته د توبې کولو توفيق ورکړى نو چې هغوئ حق وپېژنى.
نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.
بلکې په خپلو زړونو کښې مسيح مقدس مالِک وګڼئ، او هغوئ ته د جواب ورکولو دپاره همېشه تيار اوسئ څوک چې ستاسو نه ستاسو د اُميد د وجې تپوس وکړى.
غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.