10 او هغه څوک چې ښکته راکوز شو هم هغه د ټولو آسمانونو نه بره وختو، د دې دپاره چې ټول کائنات د خپل حضور نه ډک کړى.
زۀ تاسو ته دا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ ته دا څيرى کول نۀ دى په کار، راځئ چې پرې پچه واچوو، وبه ګورو چې د چا رسيږى.“ دغه شان د صحيفې ليک پوره شو چې، ”هغوئ زما جامې په خپلو کښې تقسيم کړې او زما په چُوغه يې پچه واچوله.“ هم دغه شان سپاهيانو وکړل.
د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه.
دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“
هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“
کله چې هغۀ دا وفرمائيل او هغوئ لا ورته کتل، چې هغه پورته کړے شو او يوه وريځ راغله او هغه يې د هغوئ د سترګو نه پناه کړو.
نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ.
خو په دې طريقه خُدائ پاک هغه پېشګويۍ پوره کړې چې هغۀ د ټولو نبيانو په وسيله کړې وې چې د هغۀ مسيح به تکليف وزغمى.
زۀ په مسيح کښې يو سړے پېژنم څوک چې څوارلس کاله مخکښې اوچت کړے شو او آخرى آسمان ته پورته کړے شو، خو زۀ خبر نۀ يم چې په وجود کښې وو او کۀ د وجود نه بغېر وو، خُدائ پاک ته پته ده.
او چې د مسيح په هغه مينه پوهه شئ چې د پوهې نه بهر ده، او چې تاسو د خُدائ پاک د پوره معمورۍ نه ډک شئ.
ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى.
ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.
په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.
زمونږ داسې لوئ مشر اِمام شته چې د آسمانونو نه تېر شو يعنې عيسىٰ چې د خُدائ پاک زوئ دے، نو راځئ چې مونږ د خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتې شُو.
ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بېداغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.
اوس چې کومې خبرې مونږ کوُو په هغې کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې زمونږ يو داسې مشر اِمام دے څوک چې په آسمانونو کښې د قادر مطلق خُدائ د تخت ښى لاس ته ناست دے.