8 اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم،
بيا داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته وردننه شو، کښېناستو او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، زۀ څوک يم او زما خاندان به څۀ وى چې تا مونږ تر دې پورې راورسولو.
ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.
نوکر ووئيل، صاحبه، ستا حکم په ځائ کړے شو خو بيا هم ځائ شته.
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بېعزته شول.
خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.
او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟
خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،
زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو.
بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“
چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېريهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته
نو دغه شان، څنګه چې خُدائ پاک په پطروس کښې د يهوديانو د رسالت دپاره طاقت پېدا کړو، نو هم هغۀ د غېرو يهوديانو د رسالت دپاره ما ته هم طاقت راکړو.
نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بېاندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى.
هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېريهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم.
زۀ دُعا کوم چې هغه د خپل لوئ جلال په مطابق تاسو ته هغه څۀ درکړى چې تاسو په خپل باطنى انسانيت کښې د هغۀ د روح په وسيله ډېر قوى شئ.
او چې د مسيح په هغه مينه پوهه شئ چې د پوهې نه بهر ده، او چې تاسو د خُدائ پاک د پوره معمورۍ نه ډک شئ.
ضرور به تاسو د خُدائ پاک د هغه فضل د ذمه وارۍ په حقله کوم چې ستاسو دپاره ما ته راکړے شوے دے اورېدلې وى.
د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.
او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.
خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېريهوديانو ته هم دا بېحده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.
اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بېايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.
دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم.
زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.
د دې زېرى د بيانولو دپاره زۀ رسول او اُستاذ مقرر شوم،
په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.