Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




افسیسیان 3:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ما ته د خُدائ پاک په فضل او لوئ قدرت سره د زيرى د اورولو د خِدمت حق راکړے شوے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




افسیسیان 3:7
22 Iomraidhean Croise  

زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“


خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.


د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو.


د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.


چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.


خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.


اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو.


چا چې مونږ د خپل نوى لوظ د خادِم کېدو جوګه کړو، دا لوظ د ليکلے شوى شريعت نه نۀ دے، بلکې د روح نه دے. ځکه چې زوړ ليکلے شوے شريعت وژل کوى، خو د نوې لوظ لاندې روح ژوند ورکوى.


نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.


نو دغه شان، څنګه چې خُدائ پاک په پطروس کښې د يهوديانو د رسالت دپاره طاقت پېدا کړو، نو هم هغۀ د غېرو يهوديانو د رسالت دپاره ما ته هم طاقت راکړو.


او مونږ ايماندارانو دپاره د هغۀ لوئ قدرت څومره بې‌شانه دے. دا قدرت په مونږ کښې لکه د هغۀ د لوئ قوت کار کوى،


ضرور به تاسو د خُدائ پاک د هغه فضل د ذمه وارۍ په حقله کوم چې ستاسو دپاره ما ته راکړے شوے دے اورېدلې وى.


د خُدائ پاک جلال دې وى څوک چې قادر دے او د هغه قدرت په وسيله چې په مونږ کښې کار کوى هغه زمونږ د منت او خيال نه ډېر زيات کار کولے شى،


اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د مسيح د بې‌اندازې دولت زيرے ورکړم،


هغه په خپله ټول بدن په کاملې طريقې سره يو ځائ کوى، چې دغه شان هره حِصه خپل خاص کار سر ته رسوى، او د بدن د نورو حِصو سره په ترقۍ کولو کښې مدد کوى، د دې دپاره چې ټول بدن صحتمند او پوره په مينې سره وده وکړى.


د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.


او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى.


هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan