5 هغه راز دا دے چې په تېرو زمانو کښې بنى آدمو ته دغه شان نۀ وو ښکاره شوے څنګه چې دا راز اوس پاکو رسولانو او نبيانو ته د روحُ القُدس په وسيله ښکاره کړے شو.
اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د ډېرو نبيانو او زبرګانو دا ارمان وو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل، او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.
هغوئ ورته ووئيل چې مونږ ته چا د څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ورته ووئيل چې ځئ، تاسو هم د نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې يو ځائ شئ.
ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى.
زۀ تاسو ته وايم چې د ډېرو نبيانو او بادشاهانو دا ارمان وُو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.“
ځکه خو خُدائ پاک په خپل حِکمت کښې وئيلى دى چې زۀ به تاسو ته نبيان او رسولان درولېږم او په دوئ کښې به ځينې ووژلے شى او ځينې به وزورولے شى.
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.
خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.
هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېريهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.
اوس دې ټوله لوئى خُدائ پاک ته وى. څوک چې تاسو په ايمان کښې مضبوطولے شى، زما زيرے د عيسىٰ مسيح په حقله چې تاسو ته بيان کوم د هغه کشف په مطابق کوم راز چې د ډيرې مودې نه پټ ساتلے شوے وو،
دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې، ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى.
نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے.
او چې هغه پټ راز ټولو خلقو ته ښکاره کړم کوم چې خُدائ پاک، د ټولو څيزونو خالق د ازل نه پټ ساتلے وو.
زۀ غواړم چې تاسو هغه پېشګويانې رايادې کړئ چې پاکو نبيانو مخکښې کړى دى او د مالِک او خلاصوونکى هغه حُکم ياد ساتئ چې تاسو ته ستاسو د رسولانو په وسيله درکړے شوے دے.
خو زما ګرانو دوستانو، تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د رسولانو پېشګويۍ يادې ساتئ.