سليمان د زېړو يو ممبر هم جوړ کړے وو او دا يې د دربار په مينځ کښې اېښے وو. دا اووۀ نيم فټه اوږد اووۀ نيم فټه پلن او څلور نيم فټه اوچت وو. هغه په دې ممبر ودرېدلو، او بيا ټيټ شو، د هلته نه هر چا هغه وليدو. بيا هلته نه هغۀ آسمان طرف ته خپل لاسونه اوچت کړل.