13 نو زۀ تاسو ته خواست کوم چې زما د مصيبتونو په ليدو سره مۀ بېزړۀ کېږئ. ځکه زۀ دا ستاسو دپاره برداشت کوم، او دا دې ستاسو د عزت باعث وى.
په هغه ورځ به هغوئ يروشلم ته ووائى چې، ”يرېږه مه، اے صيونه، پرى نۀ ږدئ چې ستا لاسونه کمزورى پاتې شى.
هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“
کۀ مونږ د څۀ قسم مصيبتونو سره مخامخ کيږُو نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون دپاره او کۀ مونږ تسلى مومو نو دا ستاسو د تسلۍ دپاره دى چې تاسو هم هغه تکليفونه په صبر سره تېر کړئ کوم تکليفونه چې مونږه هم تېروو.
نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.
نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.
هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېريهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم.
اے بنى اِسرائيلو. واورئ، نن تاسو جنګ له روان يئ. مۀ بېزړۀ کېږئ، مۀ يرېږئ، مۀ بېحوصلې کېږئ او نۀ چې وارخطا شئ.
نو تاسو هم دغه شان خوشحاله اوسئ او ما سره په شريکه خوشحالى کوئ.
زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے.
زما وروڼو او خوېندو، تاسو په نېک کار کښې همت مۀ بائيلئ.