12 نو مونږ په مسيح کښې او په هغۀ د ايمان په وسيله په زړۀ ورتيا او په ډاډ سره د خُدائ پاک په مخکښې حاضرېدے شُو.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.
د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.
خو مونږ دا خبره په يقين سره کوُو ځکه چې په مسيح کښې په خُدائ پاک زمونږ دغه شان باور دے.
ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.
نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے.
خو مسيح د زوئ په حيثيت د خُدائ په کور اختيارمند دے، او مونږ د هغۀ کور يُو کۀ چرې مونږ په هغه اعتماد او فخر قائم پاتې شُو چې د اُميد سره تعلق ساتى.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو.
ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو.