خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندىخانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ.
نو صوبه دار هغه د ځان سره بوتلو او کمان آفسر له يې ور وستو. او وې وئيل چې، ”قېدى پولوس زۀ راوبللم او راته يې ووئيل چې دا ځوان تا ته درولم ځکه چې دے تا ته څۀ ضرورى خبره کول غواړى.“
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.