22 نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.
ولې تاسو خبر نۀ يئ چې تاسو د خُدائ پاک کور يئ او د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسيږى؟
ځکه چې مونږ د خُدائ پاک خِدمتګار يُو، تاسو د خُدائ پاک زمکه او د خُدائ پاک عمارت يئ.
ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے. نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ.
نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“
نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى.
هغوئ څوک چې د خُدائ پاک په حُکمونو عمل کوى نو هغوئ په خُدائ پاک کښې اوسيږى او خُدائ پاک په هغوئ کښې اوسيږى. نو بيا به مونږ څۀ پوهه شُو چې هغه په مونږ کښې اوسيږى؟ مونږ د هغه روح په وسيله پرې پوهيږو کوم چې هغۀ مونږ له راکړے دے.
په دې وجه مونږ ته پته ده چې مونږ په هغۀ کښې اوسيږو او هغه په مونږ کښې اوسيږى ځکه چې هغۀ مونږ له خپل روحُ القُدس راکړے دے.
نو دغه شان مونږ ته پته ده او په دې يقين کوُو چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک مينه دے او څوک چې په مينه کښې اوسى، هغه په خُدائ پاک کښې او خُدائ پاک په هغۀ کښې اوسيږى.