18 ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.
زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.
ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.
نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم.
زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.
ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو.
دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېريهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.
خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو.
نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو نو خُدائ پاک د خپل زوئ روح زمونږ زړونو ته راولېږلو کوم روح چې په مونږ کښې دا آواز کوى چې، ”اے ابا، پلاره.“
نو مونږ په مسيح کښې او په هغۀ د ايمان په وسيله په زړۀ ورتيا او په ډاډ سره د خُدائ پاک په مخکښې حاضرېدے شُو.
په هم دې وجه زۀ د پلار په وړاندې دُعا کوم،
بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بېناغې دُعا کوئ.
د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ.
ځکه چې شريعت هيڅ څيز کامِل کړے نۀ دے، او د هغې په ځائ يو قوى اُميد جوړ کړے شو چې د هغۀ په وسيله مونږ خُدائ پاک ته نزدې ورتلے شُو.
هم په دې ژبه مونږ د مالِک او پلار ثنا وايو، او هم په دې مونږ هغوئ ته چې د خُدائ پاک په صُورت پېدا شوى دى، ښېرې کوُو.
او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.
د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
خو زما ګرانو دوستانو، تاسو د خپل مقدس ايمان په بنياد يو بل قائم کړئ او د روحُ القُدس په طاقت دُعاګانې کوئ.