17 هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېريهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو.
هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے، ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى، يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو، مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے، او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى.
ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى، سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.
خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى، نو هغوئ دې ما سره روغه وکړى. آو، پرېږدئ چې هغوئ ما سره صُلح وکړى.“
د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“
زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى.
کۀ هغه د دې لائق وى نو ستاسو سلامتى به ورورسيږى، او کۀ لائق نۀ وى نو ستاسو سلامتى به واپس تاسو ته راوګرځى.
يا دا چې کۀ د يوې ښځې سره لس د سپينو زرو سيکې وى او يوه ترېنه ورکه شى. ولې هغه به ډيوه نۀ بلوى، کور به نۀ جارُو کوى او د کور ګوټ ګوټ به تر هغې نۀ لټوى ترڅو چې يې هغه موندلې نۀ وى؟
”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“
تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.
ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“
خو هغوئ به څنګه د هغه چا نه وغواړى په چا چې يې ايمان نۀ وى؟ او هغوئ به څنګه په هغه چا ايمان راوړى د چا په حقله چې هغوئ څۀ اورېدلى نۀ وى؟ او هغوئ به يې څنګه واورى ترڅو چې چا ورته پېغام نۀ وى ورکړے؟
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ.
د کله نه چې تاسو د عيسىٰ په حقله اورېدلى دى او هغه حقيقت مو زده کړے دے کوم چې د هغۀ نه راځى،
بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ داسې خُدائ وى چې په ضرورت کښې ورته دومره نزدې وى لکه څومره چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته نزدې دے. مونږ چې کله هم د مدد دپاره هغۀ ته سوال وکړُو نو هغه زمونږ سوال قبلوى.