16 په سولۍ باندې مسيح د خپل مرګ په وسيله دواړه قبيلې په خپل بدن کښې يو کړې او د خُدائ پاک سره يې پخلا کړې، او کومه دشمنى چې يې په خپلو کښې کوله هغه يې د مرګ تيارو ته وغورزوله.
ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو.
مونږ په دې پوهه يُو چې زمونږ زوړ انسانيت د مسيح سره په سولۍ کړے شو نو په مونږ کښې د ګناه اثر ختم شو او نور د ګناه په قبضه کښې نۀ يُو او د دې دپاره چې مونږ نور د ګناه غلامان نۀ شُو.
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،
ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.
کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر يُو خو په شريکه د يوې روټۍ نه خورو او په دې دا څرګنده وُو چې مونږ يو بدن يُو.
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
هغۀ شريعت سره د دې د حکمونو او قانون منسوخ کړو. هغۀ په خپل ځان کښې د يهوديانو او غېريهوديانو دوه قبيلې يو او نوے خلقت کړل او صُلح يې په کښې راوسته.
او هغه راز دا دے چې کومو يهوديانو او غېريهوديانو چې په زېرى ايمان راوړے وى هغوئ دواړه د خُدائ پاک په ميراث کښې برابر شريک دى، او دوئ د يو بدن اندامونه دى، او دواړه د عيسىٰ مسيح په وسيله د برکت په وعدې کښې شريک دى.
بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.
هغه څۀ چې د شريعت په مطابق زمونږ خلاف جرم وو هغۀ هغه ټول ريکارډ ختم کړو. هغه يې يو خوا ته کړل او په سولۍ يې مېخ کړل.
نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ.