Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




افسیسیان 2:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو بيا دا خبره مۀ هېروئ چې يو وخت تاسو غېر‌يهوديان هم بې‌خُدايه ګڼلے شوئ. او يهوديانو به تاسو ته ناسنته او د کافر آواز کولو، اګر چې دې سنت صرف د هغوئ بدن متاثره کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




افسیسیان 2:11
29 Iomraidhean Croise  

نو هلته به تاسو ته خپل ټول چال چلن او عملونه درياد شى د کومو په کولو چې تاسو خپل ځان پليت کړے دے، او د خپل ځان نه به نفرت کوئ د هغه اعمالو په وجه کوم چې تاسو کړى دى.


نو بيا به تاسو ته خپل حرام کارونه او غلط حرکتونه در په ياد شى، او بيا به تۀ په خپلو حرامو کارونو او ګناهونو د پښېمانۍ احساس وکړې.


هغوئ ورته ووئيل چې مونږ ته چا د څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ورته ووئيل چې ځئ، تاسو هم د نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې يو ځائ شئ.


کۀ د زيتون ځينې څانګې پرېکړے شى، او د هغې په ځائ په کښې د ځنګلى زيتون يوه څانګه پيوند شى، نو بيا تاسو غېر‌يهوديان هم د دغه ځنګلى څانګې په شان يئ. لکه څنګه چې هغه د بلې ونې د جرړو نه طاقت حاصلوى نو هم دغه شان تاسو هم د يهوديانو د روحانى جرړو نه طاقت حاصلوئ.


نو کۀ يو ناسنته په شريعت عمل کوى نو ولې هغه ناسنته به سنت شوى ونۀ ګڼلے شى څۀ؟


هغه به ناسنته وى خو په شريعت د عمل کولو په وجه به تاسو د هغۀ په مقابله کښې مجرم کړے شئ ځکه چې تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجود دے او سنت شوى يئ خو د دې باوجود هم شريعت ماتوئ.


تاسو ته پته ده چې کله تاسو کافر وئ نو تاسو دوکه شوئ او په هغه ګونګيانو بُتانو پسې ګمراه شوئ.


او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.


مونږ پېدائشى يهوديان يُو او د غېر‌يهوديانو په شان ګناهګاران نۀ يُو.


کوم خلق چې تاسو په دې سنتېدو مجبوروى، هغوئ د نورو خلقو په وړاندې صرف خپل عزت غواړى. او هغوئ دا نۀ غواړى چې د هغه تعليم په وجه وزورَولے شى په کوم کښې چې دا وائى چې د مسيح سولۍ صرف د خلاصون وسيله ده.


ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ، او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى.


ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.


هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم.


ګورئ چې په دې حُکمونو باندې عمل وکړئ، دا خبره مۀ هېروئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ.


هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او ما، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک د خپل لوئ طاقت او قوت سره آزاد کړئ. نو ځکه زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د سبت ورځ ياده لرئ.


هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.


دا خبره مۀ هېروئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په بيابان کښې تاسو څنګه غصه کړو. د هغه ورځې نه واخله چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ تر ننه پورې چې دلته راورسېدلئ، تاسو د هغۀ خِلاف بغاوت کړے دے.


ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.


يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ.


کله چې تاسو په مسيح ايمان راوړو نو تاسو په جسمانى توګه سنت شوى نۀ وئ. مسيح تاسو په روحانى توګه سنت کړئ او ستاسو د ګناه فطرت يې ختم کړو.


تاسو د خپلو نافرمانو په وجه مړۀ وئ ځکه چې ستاسو د ګناه فطرت ختم شوے نۀ وو. نو بيا خُدائ پاک تاسو د مسيح سره راژوندى کړئ، ځکه چې هغۀ ستاسو ټولې نافرمانۍ معاف کړې.


په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.


داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بې‌عزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“


ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan