مالِک خُدائ ربُ الافواج به دې قومونو له برکت ورکړى او ووبه فرمائى، ”اے مِصريانو، زما خلقو، اے اسوريانو، تاسو ما پېدا کړى يئ، اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما غوره شوى خلق يئ نو تاسو له زۀ برکت درکوم.“
کله چې تاسو هغه بچى ووينئ چې زۀ تاسو له درکوم، نو تاسو ته به بيا پته ولګى چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم. تاسو به زما درناوى کوئ او د يعقوب د خُدائ پاک رُعب به منئ.
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.
په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو.
څوک چې خپل ځانونه د هغه څيزونو نه پاک کړى چې شرمناک وى نو هغه به د خاص استعمال او د عزت لوښى شى او د کور د مالِک د هر ښۀ کار دپاره به تيار او فائده مند وى.