Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




افسیسیان 1:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




افسیسیان 1:5
32 Iomraidhean Croise  

”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.


تۀ د دومره بې‌شرمۍ باوجود بيا هم ما ته وائې چې، ”اے پلاره، کله چې زۀ وړه وم، تا ما سره مينه کوله،


د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“


خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“


نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.


هم په دغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې لويه خوشحالى وکړه او عيسىٰ وفرمائيل، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم ځکه چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه.


د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.


اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.


خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى،


او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى.


عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ګوره چې ما ته لاس رانۀ وړې ځکه چې زۀ لا خپل پلار ته نۀ يم ورغلے. خو زما وروڼو له لاړه شه او هغوئ ته ووايه چې زۀ خپل پلار له او ستاسو پلار له، خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.“


کله چې غېر‌يهوديانو دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شول او د مالِک د کلام دپاره شُکر ګزار شول او هغوئ څوک چې د تل عُمرى ژوندون دپاره غوره شوى وُو، ايمان يې راوړو.


صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.


د پولوس د طرف نه سلام چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح بللے شوے رسول او د ورور سوستينس له طرف نه،


ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بې‌وقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.


او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“


ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ.


مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.


خُدائ پاک مونږ ته د عيسىٰ مسيح په حقله خپله پټه منصوبه څرګنده کړه، هغه منصوبه چې د هغۀ خوښه وه او چې په کښې خپله نېکه اراده پوره کړى.


ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.


ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى.


هم په دې وجه مونږ ستاسو دپاره همېشه دُعا کوُو چې زمونږ خُدائ پاک دې تاسو د خپلې بلنې جوګه کړى، او ستاسو د نېکۍ هر يو خواهش او د ايمان هر يو کار دې په خپل قدرت سره پوره کړى،


خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.


تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.


څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan