16 ما ستاسو دپاره شُکر کول نۀ دى پرېښى او همېشه تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.
خو چې کله ستا دپاره هر څۀ سم شى نو ما مۀ هېروه او په ما ډېره مِهربانى وکړه فِرعون ته زما ذِکر وکړه او د دې قېدخانې نه خلاصېدلو کښې زما مدد وکړه.
اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.
چې کله مونږ ستاسو دپاره دُعا کوُو نو مونږ د خُدائ پاک، يعنې د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار شُکر کوُو،
نو بيا د کومې ورځې نه چې مونږ په اول ځل ستاسو په حقله واورېدل، نو مونږ ستاسو دپاره دُعا نۀ ده بنده کړى. او د خُدائ پاک نه دا خواست کوُو چې هغه دې تاسو ته د خپلې مرضۍ پوره عِلم او روحانى پوهه او حکمت درکړى،
ستاسو ټولو دپاره مونږ همېشه د خُدائ پاک شُکر کوُو او هر وخت تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوو،
په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ.
اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.
باقى پاتې شوه زما خبره، نو مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې د هغۀ خِلاف داسې ګناه وکړم چې هغۀ ته ستاسو دپاره سوال نۀ کوم. او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى.
او سموئيل ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته دُعا کول مۀ پرېږده چې مونږ د فلستيانو نه بچ کړى.“