15 نو د کله نه چې زۀ ستاسو د هغه ايمان نه چې په مالِک عيسىٰ مو دے، او د هغې مينې نه چې د ټولو مقدسينو سره يې ساتئ خبر شوم،
په زمکه باندې ټول مؤمنان دى رښتينې شريفان، په دوئ کښې زما خوشحالى ده.
ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى.
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ دا خط مقدسينو ته او د عيسىٰ مسيح وفادارو مريدانو ته چې په اِفِسوس کښې دى ليکم.
او زۀ دُعا کوم چې تاسو سره هم دا قدرت راشى چې د ټولو مقدسينو سره يو ځائ پوهه شئ چې د مسيح د مينې پلنوالے، اوږدوالے، اوچتوالے او ژوروالے څومره دے.
مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.
خو اوس مونږ ته د دې ضرورت نشته چې تاسو ته د ايماندارانو سره د مينې کولو په حقله وليکو ځکه چې خُدائ پاک په خپله تاسو له دا تعليم درکړے دے چې يو بل سره مينه کوئ.
اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.
او زمونږ د مالِک فضل په ما ډېر نازل شو د هغه ايمان او مينې په وجه چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې دے.
خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.
ځکه چې زۀ ستاسو د ټولو مقدسينو سره د مينې او په مالِک عيسىٰ مسيح د ايمان نه خبر يم.
ځکه چې خُدائ پاک بېاِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟
دا حُکم مونږ ته د خُدائ پاک نه راکړے شوے دے، څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى، نو د خپلو وروڼو او خوېندو سره دې هم مينه کوى.