Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




افسیسیان 1:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو، د دې دپاره چې د هغۀ ثناء صِفت او جلال بيان کړُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




افسیسیان 1:14
18 Iomraidhean Croise  

هغه خلق راپه ياد کړه چې د پخوا نه تا په بيعه اخستى دى، او د هغه قوم فديه دې ورکړې ده کوم چې ستا ميراث دے، د صيون غر راپه ياد کړه کوم ځائ چې تۀ اوسېدلے يې.


نو وروستو يې هغوئ د خپل مقدس مُلک سرحد ته راوستل، هغه غريزه مُلک ته چې هغۀ په خپل قدرت سره قبضه کړو.


کله چې دا هر څۀ پېښېدل شروع شى نو پاڅئ او بره وګورئ ځکه چې ستاسو خلاصون نزدې دے.“


د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.


او اوس زۀ تاسو خُدائ پاک او د هغۀ د فضل کلام ته حواله کوم، هغه کلام ته چې تاسو آبادوى او تاسو ته په هغوئ ټولو کښې ميراث درکوى څوک چې پاک دى.


صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.


خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،


هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو.


چا چې مونږ د دې کار دپاره تيار کړو هغه خُدائ پاک دے او هغۀ مونږ ته د ضمانت په طور خپل روح راکړو.


نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو نو خُدائ پاک د خپل زوئ روح زمونږ زړونو ته راولېږلو کوم روح چې په مونږ کښې دا آواز کوى چې، ”اے ابا، پلاره.“


مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.


نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو.


او د خپل ژوند په طريقو د خُدائ پاک روحُ القُدس مۀ خفه کوئ، د کوم په وسيله چې هغۀ تاسو خپل کړى يئ او د خلاصون د ورځ دپاره يې په تاسو مُهر لګولے دے.


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan