7 نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.
تا ولې ووئيل چې هغه ستا خور ده او ما درنه بوتله چې ښځه يې کړم؟ خپله ښځه د ځان سره بوځه او په خپله مخه ځه.“
په اتمه ورځ سليمان خلق رُخصت کړل. هغوئ ټولو د هغۀ صِفت کولو او د هغه ټولو برکتونو په وجه خوشحاله کورونو ته لاړل چې کوم برکتونه مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى داؤد او د هغۀ خلقو بنى اِسرائيلو له ورکړى وُو.
د مېلمستيا روټۍ د خوشحالۍ دپاره وى او مے د زړۀ راحت دپاره وى، او په پېسو هر کار کيږى.
کله چې انسان تر ډېر وخته پورې ژوندے پاتې شى نو هغوئ دې د ژوند هره لحظه خوشحاله تېروى. خو دا هم ياد ساتل پکار دى چې د مشکل ډيرې ورځې راروانې دى. او څۀ چې به کيږى هغه يو راز دے.
نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې د انسان دپاره ښۀ او بهتره دا ده چې څومره ورځې خُدائ پاک هغۀ له ورکړې دى په هغې کښې خوراک څښاک کوى او په مخ د زمکې د خپل سخت محنت نه خوند اخلى. ځکه چې هم دا زمونږه اجر دے.
په ښۀ حالاتو کښې خوشحاله اوسئ، خو چې کله تکليف راځى، نو ياد ساته چې خوشحالى او تکليف، دواړه خُدائ پاک راولى، او هيچا ته پته نۀ لګى چې سبا به څۀ کيږى.
نو زما مشوره دا ده چې مونږ له د ژوند نه خوند اخستل په کار دى، ځکه چې په دې ژوند کښې هم دا يوه مزه ده چې خوراک څښاک کوُو او خوشحاله اوسو. نو داسې سخت محنت، کوم چې په مخ د زمکې خُدائ پاک مونږ له راکړے دے هغې سره سره څۀ لږه خوشحالى هم وکړُو.
بيا به اِمام دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د اِمام دپاره يوه مقدسه نذرانه ده، د دې نه علاوه د ګډ سينه او پتُون د قانون په مطابق د اِمام دى، نو بيا، هغه کس چې د نذير په حيثيت يې قسم خوړلے وو، مے څښلے شى.
هغۀ هغې ته وفرمائيل، ”تا چې دا ووئيل نو بېغمه کور ته لاړه شه، پيرے ستا د لور نه تلے دے.“
خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کور ته لاړ شه، ستا زوئ به ژوندے پاتې شى.“ عيسىٰ چې څۀ وفرمائيل هغه سړى پرې يقين وکړو او کور ته روان شو.
خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى.
د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى.
هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.
کله چې بوعز خوراک څښاک ختم کړو، نو هغه ښۀ په سور کښې وو. هغه د اوربشو ډېرى له لاړو او څملاستو. روت غلې غلې ورغله، څادر يې ترې اوچت کړو او هغۀ سره اوده شوه.