5 يقيناً چې ژوندو ته خو دومره پته وى چې هغوئ به مرى. خو مړو ته هيڅ پته نۀ لګى. هغوئ ته نور اجر نۀ ملاويږى، او د هغوئ يادونه ختم شى.
مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.
کۀ د هغۀ بچو ته عزت مِلاو شى، نو هغۀ ته پته نۀ لګى، او کۀ د هغۀ د بچو سپکاوے وشى نو هم هغۀ ته پته نۀ لګى.
ما ته پته ده چې تۀ به ما مرګ له بوځې، هغه کور ته کوم چې د ټولو ژوندو دپاره تيار شوے دے.
او د هغوئ ګناهونه دې د تل دپاره د مالِک خُدائ په وړاندې وى، نو چې دغه شان د هغوئ يادګار د زمکې نه ورک کړى.
څوک نۀ يادوى تا چې کله مړۀ شى. څوک دے چې ستا ثناء صِفت يې په قبر کښې کړے دے؟
خو زۀ مالِکه خُدايه د مدد دپاره تا ته ژړا کوم، زۀ به هر سحر تا ته سوال زارى کوم.
هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکى وخت خلقو ته ياد نۀ وى.
ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى.
ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى.
آو، ما وليدل چې بدعمله د عزت سره ښخ شوى وُو او هغوئ به د خُدائ پاک مقدس کور ته تلل راتلل، خو چې په کومو ښارونو کښې هغوئ بدعملى کوله نو هلته خلقو د هغوئ صِفت بيانولو. دا هم بېمعنې دى.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
خو څوک چې تر اوسه پورې په ژوندو کښې شريک دى د هغوئ اُميد وى، ځکه چې يو ژوندے سپے د مړ ازمرى نه ښۀ دے.
خو اوس هغوئ مړۀ شوى دى او بيا به نۀ راژوندى کيږى، د هغوئ روحونه به واپس نۀ راځى، ځکه چې تا دوئ له سزا ورکړې ده او تباه کړى دې دى. او د هغوئ نوم او نشان دې ختم کړے دے.
هم تۀ زمونږه پلار يې. اګر کۀ اِبراهيم او يعقوب مونږ خپل نۀ ګڼى، خو بيا هم مالِکه خُدايه، هم تۀ زمونږه پلار يې، د پخوا نه تۀ زمونږ بچ کوونکے يې.
آخر هغه ښځه هم مړه شوه.
او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى،