4 خو څوک چې تر اوسه پورې په ژوندو کښې شريک دى د هغوئ اُميد وى، ځکه چې يو ژوندے سپے د مړ ازمرى نه ښۀ دے.
ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟
دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بېوقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.
يقيناً چې ژوندو ته خو دومره پته وى چې هغوئ به مرى. خو مړو ته هيڅ پته نۀ لګى. هغوئ ته نور اجر نۀ ملاويږى، او د هغوئ يادونه ختم شى.
خو په قبر کښې هيڅ څوک ستا ثناء صِفت نۀ شى کولے، مړى ستا د وفادارۍ طمع نۀ شى لرلے.