18 حِکمت د جنګ د وسلو نه طاقتور دے، خو يو ګناهګار کس ډېر زيات ښۀ کارونه تباه کولے شى.
منسى د هغه قومونو پليت رِواجونه کول چې مالِک خُدائ د اِسرائيلو نه وړاندې شړلى وُو، او په دې کولو يې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.
ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.
څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى.
کۀ تبر پڅ وى او تېرۀ يې نۀ کړې، نو په دې باندې کار کول ډېر زور غواړى. خو حِکمت سړے همېشه د کاميابۍ طرف ته بوځى.
ما وکتل چې څنګه رڼا د تيارې نه ښۀ ده نو داسې حِکمت د کم عقلتوب نه ښۀ دے.
عقلمندى به دې د پېسو په شان حِفاظت کوى. او د عقلمندۍ خاص فائده دا ده چې هغه خپل مالِک محفوظ ساتى.
حِکمت هوښيار سړے د ښار د لسو حکمرانانو نه زيات طاقتور جوړوى.
نو زۀ وايم چې حِکمت د طاقت نه ښۀ دے، خو د غريب سړى هوښيارتيا ته سپک کتلے شى، هيڅوک د هغۀ خبرو ته پام نۀ کوى.
او څنګه چې ينيس او يمبريس د موسىٰ مخالفت کړے وو، نو دې بېعقلو او دروغژنو ايمان لرونکو سړو هم د حقيقت مخالفت وکړو.
هغه راپه ياد کړئ چې د زارح زوئ عکن د هغه څيزونو سره خيانت وکړو چې د هغې تباهى ضرورى وه، د دې په وجه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته سزا مِلاو شوه. د عکن د ګناه په وجه نور کسان هم مړۀ شوى وُو.“
خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.
د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل.
نن به دا څومره ښۀ وه چې زمونږ خلقو هغه خوراک خوړلے وے چې دشمنانو نه يې د شکست په وخت واخستو. تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به نور څومره فلستيان وژلى وے.“