15 خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ په خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو.
خو ساقى يوسف راياد نۀ کړو. او هېر يې کړو.
بيا هغه د خپلې منصوبې سره د ښار خلقو له لاړه، هغوئ د شيبا سر پرې کړو او يوآب ته يې د دېوال نه وروغورزولو. هغۀ د دې دپاره بيګل وغږولو چې د هغۀ سړى د ښار نه لاړ شى، نو هغوئ واپس کورونو ته لاړل. او يوآب واپس بادشاه له يروشلم ته راغلو.
يو هوښيار انسان په يو طاقتور ښار حمله کولے شى، او هغه قوى دېوالونه راغورزولے شى په کومو چې هغوئ ملا تړى.
ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى.
يو غريب خو هوښيار ځوان ښۀ دے د هغه بوډا او کم عقل بادشاه نه، څوک چې د چا نصيحت ته غوږ نۀ اېږدى.
حِکمت هوښيار سړے د ښار د لسو حکمرانانو نه زيات طاقتور جوړوى.
آو، ما وليدل چې بدعمله د عزت سره ښخ شوى وُو او هغوئ به د خُدائ پاک مقدس کور ته تلل راتلل، خو چې په کومو ښارونو کښې هغوئ بدعملى کوله نو هلته خلقو د هغوئ صِفت بيانولو. دا هم بېمعنې دى.