Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 9:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 9:11
35 Iomraidhean Croise  

ابى‌سلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخى‌تُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخى‌تُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابى‌سلوم باندې تباهى راولى.


کله چې اخى‌تُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.


يحزى‌ايل ووئيل، ”د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو او يهوسفط بادشاه ما ته غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائى چې تاسو بېخى د دې لوئ لښکر سره په مخامخ کېدو کښې مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. ځکه چې دا جنګ ستاسو نۀ بلکې د خُدائ پاک دے.


کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.


د دشمنانو تکړه کسان هلته لوټ شول او په ابدى خوب اودۀ شول. يو جنګيالى بيا هم خپل لاسونه اوچتولے نۀ شول.


دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،


نو ما فېصله وکړه چې په حِکمت، کم عقلتوب او په ليونتوب غور وکړم. نو زۀ پوهه شوم چې کوم کس به د بادشاه د وفات نه پس په تخت کښېنى نو هغه به صرف د تېر شوى بادشاه په شان حکومت کوى.


ما ته پته ده څۀ چې خُدائ پاک کوى نو هغه د همېشه دپاره پاتې کېدونکى وى. په هغې کښې نۀ څۀ کمے کېدے شى او نۀ څۀ زياتے. او دا هر څۀ خُدائ پاک ځکه کوى چې خلق د هغۀ نه يريږى.


ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، خُدائ پاک به د بدعملو او د صادقانو عدالت کوى، ځکه چې هر يو څيز او هر يو کار دپاره يو وخت مقرر دے.


ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بې‌وسه دى.


بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بې‌معنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.


د خُدائ پاک په کارونو باندې فکر وکړه، څۀ چې هغۀ کاږۀ جوړ کړى وى نو هغه څوک نېغولے شى؟


د صادق او د بدعمله، د ښۀ او د بد، د پاک او د ناپاک، هغه خلق چې خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کوى يا هغه خلق چې قربانۍ نۀ پېش کوى، ټولو سره قسمت يو شان معامله کوى. د يو ښۀ کس او د ګناهګار يو شان اَنجام وى، د قسم خوړلو والا او د قسم نۀ خوړلو والا دواړو يو منزل دے.


دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بې‌وقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.


تېزه منډه وهونکے هم نۀ شى تښتېدلے، او نه تکړه فوجى تښتېدلے شى. او هغوئ په شمال کښې د فرات د سيند سره، تيندک خورى او راغورزيږى.


نو بيا تاسو څنګه لافې وهلې چې، مونږ په جنګ کښې ډېر تکړه او باتور فوجيان يُو؟


مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“


د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“


نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


او بيا به تاسو د صادقانو او بدعملو په اَنجام کښې فرق وګورئ، او هم به تاسو د هغوئ اَنجام کښې فرق وګورئ څوک چې د خُدائ پاک خِدمت کوى او څوک يې چې نۀ کوى.“


مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.


پام کوئ چې تاسو په خپل زړۀ کښې دا ونۀ وايئ چې په خپل طاقت او قوت سره تاسو خپل ځانونه مالداره کړى دى.


ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے. هغه ځکه دا کوى چې هغه تر نن ورځ پورې وفادار دے چې په هغه لوظ ودرېږى کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره کړے وو.


نو داسې داؤد بغېر د تُورې نه، د يوې ليندې او يو کاڼى سره جوليت له شکست ورکړو او وې وژلو.


چې ګاډۍ روانه وى نو ورته ګورئ، کۀ دا د بيت‌شمس ښار طرف ته لاړه شى، نو د دې مطلب دا دے چې دا د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے چې هغۀ په مونږ باندې دا سخت افت راوستے دے. خو کۀ داسې نۀ وى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې هغۀ وبا نۀ وه راوستې، او په خپله داسې وشول.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan