Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 8:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هيڅ څوک خپل ځان د مرګ نه نۀ شى بچ کولے او نۀ څوک د اجل ورځ وروستو کولے شى. دا يو داسې جنګ دے چې مونږ ترې نه نۀ شُو خلاصېدلے، او بدعملى يو بدعمله کس د مرګ نه نۀ شى بچ کولے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 8:8
21 Iomraidhean Croise  

مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.


چې هغه سړى د اُردن پورې ورپسې لاړل، نو هغوئ په ټوله لار باندې هغه جامې او سامان وليدو چې د شاميانو نه په تېښته کښې پاتې شوے وو. بيا هغوئ راواپس شول او بادشاه يې خبر کړو.


ځکه چې د هغوئ د عُمر حد مقرر دے، او د هغوئ د مياشتو شمېر تا ته معلوم دے، او دا تا مقررې کړې دى او دا نۀ شى بدلېدلے،


کۀ خُدائ پاک د خلقو نه روح واخلى، او د ژوند ساه ترې نه واخلى،


کوم انسان به د تل دپاره ژوندے وى چې مرګ به ونۀ ګورى، او څنګه به خپل ځان د قبر د طاقت نه خلاصوى.


ځى به لاندې قبر ته ټول بدکاران، چې هېر کړے يې مالِک خُدائ دے هغه ټول قومونه به وى ورروان.


انسان د بدعملۍ په ذريعه قائم نۀ شى جوړېدے، خو د صادقانو جرړه به کله هم نۀ ختميږى.


بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.


څوک دا يقين سره وئيلے شى چې د مرګ نه پس د انسان روح بره ځى او د ځناور روح لاندې زمکې ته ځى؟


او د بدعمله خلقو به خير نۀ وى او نۀ به يې ژوند اوږد وى. او دا ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه نۀ يريږى.


انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.


تاسو لافې وهلې چې تاسو د مرګ سره لوظ کړے دے او د عالمِ ارواح سره مو تړون کړے دے. ستاسو دا يقين دے چې کله افت راشى نو تاسو به بچ شئ، ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې خپل دروغ او دوکه به تاسو بچ وساتى.


تاسو چې د مرګ سره کوم لوظ کړے دے نو هغه به منسوخ کړے شى او چې د عالمِ ارواح سره تاسو کوم تړون کړے وى نو هغه به ختم کړے شى. هغه زورَور افت به تاسو ووهى او تاسو به ترې نه لاندې شئ.


تا خپل ځان په بدعملۍ کښې محفوظ وګڼلو، ستا خيال دا وو چې هيڅ څوک دې نۀ وينى. خپل حِکمت او پوهې تۀ بې‌لارې کړې، او تا د خپل ځان سره ووئيل چې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته.“


د ذلالت په حالت کښې ښخيږى او د ښائست په حالت کښې راژوندى کيږى، دا په کمزورتيا کښې ښخ شى او په طاقت کښې راژوندى شى.


ځکه چې هغه په کمزورتيا کښې په سولۍ کړے شو خو د خُدائ پاک د قدرت په سبب ژوندے دے. او مونږ هم په هغۀ کښې کمزورى يُو خو د هغۀ سره به د خُدائ پاک د هغه قدرت په سبب ژوندى يُو چې ستاسو اصلاح وکړو.


او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan