6 ځکه چې د هر څيز دپاره يو وخت او يوه طريقه وى، خو انسان له ډېر غمونه برداشت کول په کار دى.
خو اوس ما ته پته ولګېده چې تا د ډېر وخت نه ما ته د نقصان دپاره پټه منصوبه جوړه کړې وه.
هغه يې د بدو عملونو نه راوګرځوى، او د غرور نه يې وساتى.
خُدائ پاک د بيمارۍ په ذريعه د خلقو اصلاح کوى، او د هغوئ په بدنونو باندې درد راولى،
اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.
د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى.
خو خُدائ پاک هر څۀ داسې جوړ کړى دى چې په خپل وخت باندې ښائسته او مناسب وى. هغه انسانانو له د ابديت خيال ورکوى، خو سره د دې مونږ د خُدائ پاک په کار باندې د اول نه واخله تر آخره پورې پوره نۀ شُو پوهېدلے څۀ چې هغه کوى.
ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، خُدائ پاک به د بدعملو او د صادقانو عدالت کوى، ځکه چې هر يو څيز او هر يو کار دپاره يو وخت مقرر دے.
خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.