Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 8:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ځکه چې د بادشاه خبره وزن وى او هيڅ څوک ترې نه دا تپوس نۀ شى کولے چې، ”تۀ څۀ کوې؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 8:4
18 Iomraidhean Croise  

خو بادشاه په يوآب او د هغۀ په آفسرانو باندې د هغۀ حُکم ومنلو، هغوئ د هغۀ د حضور نه روان شول او د بنى اِسرائيلو خلقو شمېرلو له لاړل.


نن به زۀ تا سره هغه لوظ پوره کوم چې ما درسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کړے دے، چې ستا زوئ سليمان به زما نه پس هم نن د بادشاهۍ په تخت کښېنى.“


نو سليمان بناياه له حُکم ورکړو، هغه لاړو او ادونياه يې ووژلو.


بيا بادشاه بناياه له حُکم ورکړو او بناياه لاړو او سِمعى يې ووژلو. بادشاهى اوس په پوره توګه د سليمان په قابو کښې وه.


بيا تتنى حکمران، شتربوزنى او د هغوئ آفسرانو هم هغه شان وکړل چې څنګه داريوس بادشاه حُکم کړے وو.


چې هغه روح وباسى نو څوک يې منع کولے شى؟ څوک دا جرأت کولے شى چې ورته ووائى چې تۀ څۀ کوې؟


نو بادشاه دايڼې راوغوښتلې او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو ولې داسې کوئ؟ تاسو نران بچى ولې ژوندى پرېږدئ؟“


د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى.


د بادشاه غصه لکه د زمرى د غړمبېدو په شان وى، هر هغه څوک چې دے غصه کړى نو خپل ژوند په خطره کښې اچوى.


هغه چرګ چې ځان ببر کړى، نر چېلے، او بادشاه چې خپل فوجيان ورسره وى.


اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“


د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“


نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan