16 کله چې ما پوره کوشش وکړو چې هوښيار شم او په هغې کار غور وکړم چې خلق يې د زمکې په مخ کوى، نو ما وکتل چې د داسې محنت په وجه هغوئ شپه او ورځ خوب نۀ شى کولے.
ډېر ځل زۀ د ورځې ګرمۍ وهلے يم او د شپې يخنۍ اوچ کړے يم. او زما خوب تښتېدلے وو.
خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بېفائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.
ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.
ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بېمعنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.
ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بېوقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.
هره ورځ هغه کړيږى او د خپل کار دپاره پرېشانه وى. او د شپې هم ورته ذهنى سکون نۀ ملاويږى. دا هر څۀ بېمعنې دى.
دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځې وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بېمعنې دى او د افسوس خبره ده.
محنت مزدورۍ کولو والا کۀ لږه خوړلى وى او کۀ ډېره خو ښۀ د سکون خوب کوى، خو د مالداره سړى دولت هغه خوب ته نۀ پرېږدى.
ما کلکه فېصله وکړه چې د حِکمت مطالعه وکړم او د څيزونو په اسبابو باندې پوهه شم، او چې زده کړم چې بدعملى څومره بېوقوفتوب دے، او بېوقوفتوب څومره پاګلتوب دے.
هيچا ته پته نشته چې څۀ به کيږى، نو بيا څوک دا وئيلے شى چې په مستقبل کښې څۀ کېدو والا دى؟
ما ټولو څيزونو ته غور سره وکتل او په مخ د زمکې چې څۀ کيږى د هغې په حقله مې سوچ وکړو، خلق په نورو خلقو باندې اختيار لرى او ورته نقصان رسوى.