Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 8:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 آو، ما وليدل چې بدعمله د عزت سره ښخ شوى وُو او هغوئ به د خُدائ پاک مقدس کور ته تلل راتلل، خو چې په کومو ښارونو کښې هغوئ بدعملى کوله نو هلته خلقو د هغوئ صِفت بيانولو. دا هم بې‌معنې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 8:10
14 Iomraidhean Croise  

هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟


لکه مړے چې څوک هېر کړى داسې هېر شوم، زۀ لکه د يو مات لوښى په شان جوړ شوم.


د نېکانو يادول د برکت سبب ګرځى، خو د بد کاره نوم به فنا شى.


هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکى وخت خلقو ته ياد نۀ وى.


ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى.


خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ په خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو.


يقيناً چې ژوندو ته خو دومره پته وى چې هغوئ به مرى. خو مړو ته هيڅ پته نۀ لګى. هغوئ ته نور اجر نۀ ملاويږى، او د هغوئ يادونه ختم شى.


اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو اُميده، هر څوک چې تا نه مخ واړوى هغوئ ټول به ټيټ سترګې او شرمنده شى. هغوئ چا چې تا نه مخ اړولے دے په دوړو د ليکلو په شان دى، دوئ به زر ختم شى ځکه چې هغوئ د هغه مالِک خُدائ نه مخ اړولے دے څوک چې د ژوندون د اوبو چينه ده.


آخر يوه ورځ هغه عاجز سړے مړ شو او فرښتو يوړو او د اِبراهيم په غېږ کښې يې واچولو. هغه مالداره سړے هم مړ شو او ښخ کړے شو،


هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى.


څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan