Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 7:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ناروا ګټه هوښيارو خلقو نه کم عقل جوړوى، او رشوت اخستل ضمير خرابوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 7:7
14 Iomraidhean Croise  

رشوت مۀ اخلئ، ځکه چې رشوت بينا خلق ړندوى او حق نۀ ګورى او رشوت د صادقانو په خبرو کښې هم چالاکى پېدا کوى.


بدکاران په پټه رشوت اخلى د اِنصاف په لاره کښې دوئ مداخلت پېدا کوى.


رشوت د ورکوونکى دپاره د جادو په شان وى، ځکه هغه چې هر څۀ کوى نو کاميابيږى.


ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بې‌وسه دى.


چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى.


ما ټولو څيزونو ته غور سره وکتل او په مخ د زمکې چې څۀ کيږى د هغې په حقله مې سوچ وکړو، خلق په نورو خلقو باندې اختيار لرى او ورته نقصان رسوى.


ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅکله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کونډو فرياد را رسى.


خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى.


هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى.


په هغه قومونو کښې به هيچرته تاسو ته امن نۀ ملاويږى، تاسو ته به يو ځائ کښې هم آرام نۀ ملاويږى، مالِک خُدائ به ستاسو پرېشانى، نا‌اُميدى او غم د حد نه زيات کړى.


زۀ ستاسو په وړاندې يم. کۀ ما څۀ غلط کار کړے وى، اوس اوس د مالِک خُدائ او د هغه بادشاه په مخکښې په ما اِلزام ولګوئ کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. ما د چا غوَيے يا د چا خر بوتلے دے څۀ؟ ولې ما څوک دوکه کړے دے يا مې په چا ظلم کړے دے څۀ؟ ما د چا نه رشوت اخستے دے څۀ؟ کۀ ما دا يو کار هم کړے وى، نو ما چې څۀ هم اخستى وى هغه به واپس ورکړم.“


نو اکيس خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”ګورئ، هغه سړے ليونے دے. دا مو ما له ولې راوستلو؟


خو هغوئ د خپل پلار په لاره نۀ وُو روان، د هغوئ شوق صِرف پېسې پېدا کول وُو، هغوئ به رشوت اخستو او د اِنصاف تباهى به يې کوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan