6 د کم عقل خندا داسې وى لکه چې دېګچى لاندې په اور کښې ازغى ټسيږى. دا شور خو جوړوى خو هيڅ مقصد يې نۀ وى.
هغوئ زما نه لکه د مچو په شان راتاو شُو، لکه د ازغو د اور په شان زر هلاک شُو، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.
خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى، لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.
کۀ يو هوښيار د يو بېوقوف خلاف د مقدمې دپاره عدالت ته روان شى نو بېوقوف به غصه شى او مسخرې به کوى نو بيا به څنګه صُلح راشى؟
نو ما ووئيل چې، ”خندا کم عقلتوب دے او عېش عشرت چا له څۀ ورکوى؟“
زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“
خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې.
په تاسو افسوس چې اوس ماړۀ يئ ځکه چې تاسو به اوږى شئ. په تاسو افسوس چې اوس خاندئ، ځکه چې تاسو به په غم آخته شئ او ژاړئ به.